په يوشتمه پيړۍ کى پښتانه څه شى ته اړتيا لرى؟
د پښتون نه يوڅو پوښتني ؟؟؟
له ډيرو وختونو راهيسى زما سره د پښتنود بد حالۍ په باره کى يوه پوښتنه موجوده ده،چى ددغى بدبختۍ څخه به د پښتون ولس لپاره د خلاصون کومه لاره غوره وى، زه کومى ځانګړى نتيجى ته ونه رسيدم، نو ځکه مى د ډير غور او فکر څخه وروسته لازمه وګڼله چى ستاسو درنو پښتنو د نظريو څخه ګټه واخلم او د حل يوه معقوله لار په ګډه سره ولټوچى ددى اوسنۍ بدبختۍ نه پښتون ولس څنګه خلاصولى شو.
که په يو حساب په سيمه کى د پښتنو پنځه زره کلن تاريخ ته نظر واچو راته ښکاره به شى چى زمونږ سيمه هميشه څه د سيمى د زورورو ځواکونو او يا هم د ليرى پرتوزبرځواکونو لخوا د حملواو تاړاکونو سره مخامخ شويده. که له بله طرفه د نن نه تقريبآ څه باندى دوه زره کاله پخوا تاريخ ته وګورو او د پښتنو ژوند په دغو دورو کى د څيړنى لاندى ونيسو، راته به معلومه شى چى پښتانه په هم دغه تير پير کى د رنګارنګ لوړو او ژورو سره مخامخ شويدي.
هر کله چى زمونږټاټوبى که هغه ګاونډى هيوادونه وو او يا هم د نړۍ زبر ځواک هيوادونه وو دي سيمى ته د تاخت او تاز او يا هم د ښکيلاک په نيت راغلي وو، د پښتنوژوند او سيمه يى د بد بختيو سره مخامخ کړى وه خو دلته يواځى همدا پښتانه وو چى د دغه متجاوزينو او چپاولګرانو سره د وطن د دفاع او ناموس د حفاظت په خاطر جنګيدلي دي چى دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده. بايد وويل شي چى دا سيمه يواځى همدغو پښتنو د خپلو وينو په ورکولو ژغورلى ده خو په ډير تآسف بايد وويل شى چى په اخر کى ګټه نورو کړى او بدبختى او وروسته پاتيوالى بيا هم د پښتنو په نصيب رسيدلي دي.
د نن څخه تقريبآ زر کاله پخوا پښتنو شاهانو په هندوستان او فارس کى لويى امپراتوري او پاچاهي جوړي کړي وي. چى لوى احمد شاه با با ددغوامپراتورانو اخيرنى امپراتور وو. د انګريزانو راتګ د هند نيمى وچى ته او د افغانستان د کورنيوجګړو او د اوتاج تخت وږي اميران ددى باعث شول چى د شلمى پيړۍ د پيل څخه هغه لوى افغانستان او امپراتورى په اوسنى افغانستان بدله شى، او هغه خو لا څه کوى چى اوس پښتانه يواځى د خپلى بقا لپاره لوڅي پوڅي کوي.
په دى اړه د ګرانو پښتنو ورونو او خويندو څخه په ډيردرنښت يو څو پوښتني لرم. درنو لوستونکو:١) ستاسو په نظر ايا پښتنو په دغه موده کى پرمختګ کړيدى او که وروسته روان دي؟٢) سيمه يى لويه شوي او يا وړه شويده، که وړه شويده د هغى علت څه دى؟٣) د سيمى او په نړيواله کچه يى عزت او وقار زيات او يا تنزيل شويدى؟٤) ايا د پښتنو د وروسته پاتيوالى علتونه دپښتنو ترمنځ بى اتفاقى او نه يوالى دى؟٥) ايا دا د پښتنو بى علمى او بيسوادى ده چى تر ډيره حده د علم او معرفت څخه ليرى ساتل شويدي؟٦) پښتانه څنګه کولى شى چى د اوسنيو شرايطو او بهير سره ځان عيار او جوړ کړى؟٧) د زمانى او وخت غوښتنو ته څنګه ځواب ووايى؟ ٨) ايا د پښتنو وروسته پاتيوالى ددوي اقتصادى، سياسى او يا هم څه نور عوامل لرى؟ ٩) ايا د پښتنو فزيکى يعنى بدنى “جسمانى” او دماغى جوړښت د نړۍ د نورو انسانانو سره توپير لرى؟١٠) ايا پښتانه يو سپيڅلى، مدبر، وطنپرست، ځواکمن او د تدبير خاوند رهبر ته په دى وخت کى اړتيا لرى، او هغه به ستاسو په نظر څوک وى؟ ١١) ايا پښتنو له پکار دي چى د نړيوال سياست سره ځان عيار کړي او د سياسى تدابيرو څخه کار واخلى؟ په دى اړه د لري پښتونخواه د صوفى شاعر رحمان بابا يو شعر لازم ګڼم.
په تدبير که د بيړۍ سورى بند نکړى دا تقدير دى چى بيړۍ به دى ډوبيږى
د لرى او برى پښتونخواه د هر لوستونکى څخه په ډير درناوى هيله لرم چى زما سره به په دى باره کى مرسته وکړى او خپل معلومات به راسره شريک کړي.په دى اړين وخت کى مونږ او تاسو ټول بايد د سالمى ګوت نيونى(انتقاد) څخه ويره او ترهه ونلرو او په ډير ورين تندى د يو بل خبرو ته غوږ ونيسو. که خداى مهربانه شى د اوسنى ناورين لپاره چى پښتون ولس ورسره مخامخ دى يوه معقوله لاره پيدا شى چى زمونږ راتلونکى کول(نسل) د نورو انسانانو په شان په دى خاورينه کره کى پرته له ويرى، تهديد او دپکي څخه د ژوند کولو جوګه شى. ستاسو تبصرو،نظريو، نيوکو او لارښوونو ته سترګي په لار يم.