سرپل:شل پروژی گټي اخستني ته وړاندي شوې
دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام شل پروژی پدی وروستيو کى دسرپل په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی څلور پل گوټي اوددري ښوونځيو داحاطي دديوالونو جوړول ، د (٢٧٥٠٠) مترو په اوږدوالي د سړک ترميم او شگي اچول ،د(٢٩٠) مترو په اوږدوالي ديوه کانال کيندل ، داوبو د(١٦) څاگانو کيندل او دښځو لپاره دروغتيايي زده کړو ددريو کورسونو پرانستل شامل دى..
يادى شوى پروژى د نوولس مليونو پنځه سوه شپږ اويا زروافغانيو په لگښت دملى پيوستون پروگرام له بود جې بشپړی او څه د پا سه ( ٣٨٣٥) کورنی ترينه گټۀ اخلی .