افغان چارواكي: د پاكستانيو طالبانو قومندان فضل الله وژل سوى

56 | مې 27th, 2010


د نورستان امنيتي چارواكي وايي چي، په دغه ولايت كي د رواني جګړې پر مهال د پاكستانيو طالبانو قومندان فضل الله وژل سوى دى.

د ختيځ زون د سرحدي پوليسو قومندان محمد زمان مموزي نن سهار ازادي راډيو ته ويلي چي، د برګيمټال ولسوالۍ څخه دوى ته د ور رسېدلو راپورونو له مخي په جګړه كي د پاكستانيو وسلوالو طالبانو مهم قومندان فضل الله وژل سوى.

نوموړي همدارنګه ويلي په دغه جګړه كي چي، د پاكستان څخه راغلي وسلوال طالبان په كي جنګېږي تر اوسه لس نور وسلوال طالبان وژل سوي او دوى سيمي ته خپل اكمالات رسولي دي.

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ادعا كړې چي په دغه جګړه كي افغان طالبان جنګېږي چي تر اوسه د دوى يو كس په كي وژل سوى او دوى 4 پوليس وژلي دي.

سيميزو چارواكو دا ادعا رد كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024