په كابل كي د سيميېزو همكاريو مركز پرانستل سو

56 | مې 27th, 2010


په كابل كي د سيميېزو همكاريو يو مركز د پنجشنبې په ورځ په كابل كي پرانيستل سوو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري نن په كابل كي خبريالانو ته وويل چي، دغه مركز به ددغه وزارت په چوكاټ كي فعاليت كوي.

د افغانستان د كابيني ځينو غړو او د ځينو هيوادونو سفيرانو ددغه مركز د پرانستي په مراسمو كي ګډون كړي وو.

چارواكي وايي ددغه مركز د جوړېدو اصلي هدف د افغانستان او سيمې د هيوادونو تر منځ د سياسي، اقتصادي او نورو چاريو پياوړي كېدل دي.

افغانستان د سيمي له شپږو هيوادونو سره ګډه پوله لري، ويل كېږي چي، ددغه مركز په پرانستو سره به يې همكارۍ پراخي سي.

Copyright Larawbar 2007-2024