د انتخاباتو كمېسيون: د نيمګړو اسنادو لرونكي كانديدان دي اسناد بشپړ كړي

56 | مې 27th, 2010


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون وايي، د ولسي جرګې د هغو كانديدانو له ډلې څخه چي، په اسنادو كي يې نيمګړتياوې وې، 21 تنه يې تواندېدلي چي، خپل اسناد بشپړ او نومونه يې د كانديدانو په لست كي شامل شي.

د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون وياند نور محمد نور نن په كابل كي خبريالانو ته وويل چي، لاهم دوه سوه پنځه تنه د هغوى په اسنادو كي، د نيمګړتياوو له امله د كانديدانو له لومړني لست څخه بهردي او دوى بايد د غبرګولي تر 8 نيټې خپل اسناد بشپړ كړي.

تر دې وړاندي د انتخاباتو كمېسيون ويلي وو چې، د ولسې جرګې راتلونكو انتخاباتو ته 226 تنه كانديدان چي، په اسنادو كي يې نيمګړتياوې موجودې وې، د كانديدانو له لومړني لست څخه ايستل شوي دي.

ويل شوي چې د ولسې جرګې راتلونكو انتخاباتو ته، د امينت د ټينګښت لپاره هم تيارى روان دى او امنيتي ځواكونو په دې برخه كې خپلې هلې ځلې ډېري كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024