پکتيا:دامريکايي ځواکونه يوه بله چورلکه راوغورځېده

د لراوبر اداره | مې 30th, 2010


دامريکايي ځواکونويوه جنګي چورلکه دپکتياولايت داحمدخيلواوځاځي اريوب ولسواليوترمینځ سيمه کې د طالبانو له لوري دالفتح عملياتوپه لړکې ديوه وسله وال بريدپه پايله کې راوغورځيده.دا خبره طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته په ټيلفوني اړيکه کي وکړه.
دنوموړي په وينا نن يکشنبې ۳۰- می ۲۰۱۰ ناوخته شاوخواشپږبجې دیادوولسواليوپه سرحددسکندرخیلوپه سيمه کې هغه مهال رامينځته شوه چې کله دوي امریکايي چورلکي په يوه ډيره ټيټه ارتفاع کې دتیريدوپه حال کي وي چې يوه يي د طالبانو له لوري ددهشکي تربريدلاندې راغله اوولګيده . خو د ناټو لخوا لراوبر ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ليکلي چي په پکتيا کي يې يوه الوتکه پر مځکه غورځېدلې خو سپرليو ته يې زيان نه دی اوښتی ، ناټو وايي چي دالوتکي غورځېدو پر مهال پر مځکه يوه ملکي وګړی وژل سوی دی ، ناټو وايي دالوتکي د غورځېدو پلټنه به وکړي .


دیادوني وړده چي نن سهار هم دايتلافي ځواکونو یوه بله چورلکه دکندهارولايت دژړۍ ولسوالۍدحوض مددپه سيمه کې په ورته توګه تخريب شوي وه. طالبان وايي دواړي الوتکي ددوی وسله والو ويشتلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024