خوست: ځانمرګي بريد ١٥ تنه ټپيان کړل

34 | مې 31st, 2010


تيره شپه نږدې اته بجې دخوست ښارپه ختيځ کې دکاروان سراى په سيمه کې ديوه ځانمرګې بريدله امله اته پوليس او اوه ملکې وګړې ټپيان شوي دي .
دنوموړې ولايت امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار وايي بريدکوونکې له چاوديدونکو توکو ډک موټردپوليسو دعامه نظم دپوستې له ديوال سره وجنګاوه اوله امله يې چاودنه رامنځ ته شوه
دنوموړې په وينا ددغې چاودنې له امله پوستې ته نږدې کورونوکې يوې ميرمنې اودوه ماشومانوپه ګډون اوه ملکي وګړي ټپيان شول .
دکورنيوچارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ددغه پيښې غندنه شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024