کور / سپورټي / کرکيټ: هندوستان سريلانکا ته ماته ورکړه

کرکيټ: هندوستان سريلانکا ته ماته ورکړه

دهندوستان کرکت ملي لوبډلي وکړاى شووپه اووويکټو سره سريلانکاملي لوبډلي ته ماته ورکړي.
دکرکت دغه سيالي چي په زمبابوي کي دکوربه زمبابوي هندوستان او سريلانکا ملي لوبډلو ترمينځ په لاره اچول شوي دي ددي سياليو په لړ کي تيره ورځ دهندوستان ملي لوبډله دسريلانکاملي لوبډلي سره دلوبي ډګر ته ووتي او دقرعي په ګټلوسره لمړي منډي دسريلانکاملي لوبډلي پيل کړي چي په پنځوسواورنو کي دټولولوبغاړو په سوزيدوسره يي خپلي سيالي لوبډلي ته ددوه سوه دوه څلويښت منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دهندوستان ملي لوبډلي وکړايشوټاکل شوي هدف ددريولوبغاړوپه سوزيدوسره پوره او سريلانکا ملي لوبډلي ته په اووويکټوسره ماته ورکړي.
ديادوني وړده چي پدي لوبه کي دهندوستان ملي لوبډلي کپتان سريش رانادخپلي لوبډلي په ګټه په يوسلويومنډوسره د لوبي دغوره لوبغاړي نوم خپل کړه.