کور / راپور / کندهار: دروهي ادبي بهير د ۲۰۲ غونډي راپور

کندهار: دروهي ادبي بهير د ۲۰۲ غونډي راپور


په کندهار ادبي دربار کښي د پنج شنبې په مازديګر د ١٣٨٩ د جوزا پر ١٤ مه د روهي ادبي بهير د پنځم کال ١٣ مه پرله پسې ٢٠٢ مه اونيزه ناسته د جمعه ګل مجاهد په مشري ترسره سوه. مېلمه يې قيام الدين قيادت ؤ چي د قرآنکريم سپېڅلي اياتونه هم ده تلاوت کړه د تيري اونۍ ګزارش ما سيد اغا وطن يار واوروئ چي عبدالواسع هڅيال يې د سمون په موخه دونه وويل چي ځني جملې پخپل منځ کښي بې تړاوه وې د هڅيال په وينا ګزارشګر بايد د جملو تر منځ تړاو ته فکر وکړي ، ور پسې محمد يار يار د پيل خبري وارولې يار روهي ادبي بهير د افغانستان او په کندهار کښي د فرهنګي کړيو تر منځ يوه ګډه هسته وبلل.


يار زياته کړه موږ ته دوه مسئوليته متوجې دي لومړى د تيرو زيانونو جبرانول او دوهم د اوسني فرهنګ سره پر څنګ روانېدل ، يار پر دې زياته خوښي و ښوده چي په کندهار کښي ځوانان خپل مسئوليت ته متوجې سوي دي ده د موسيقي زده کړي هغه پروګرام ته اشاره وکړه چي درې مياشتي مخکي د بهير د ځينو غړو په خاصه غوښتنه جوړ سوئ او نن پاى ته و رسېدئ د يار په وينا ياد پروګرام په کندهار ادبي دربار کښي د کندهار فلم نندارې او بېنوا فرهنګي ټولني د خوا جوړ سوى ؤ. په ياد پروګرام کښي طبله ، رباب او ارمونيه د مسلکي استادانو د خوا ور ښوول کېده ، د يار تر خبرو وروسته د ياد کورس زده کړيانو ته پر ستاينليکونه ور کولو سربېره د استادانو دخوا د موسيقي الات وشرنګېدل او د بهير ځوانان يې د نورو ځوانانو د اتڼ په ليدو خوښ وساتل .


ور پسې مشاعره پيل سوه چي د ٧٥ تنو څخه ٢٧ تنو خپل شعرونه واورول په وروستيو کښي د غونډي مشر جمعه ګل مجاهد د غونډي ستاينه وکړه او د حاضرينو څخه يې د هر وخت او پر وخت د راتګ غوښتنه وکړه، ياده غونډه د عزت الله اُميد او احمد جلالي په وياندۍ مخ ته روانه وه.


د يادوني وړ ده چي کندهار فلم ننداره او بېنوا فرهنګي ټولني هغه فعالتريني ټولني دي چي يوې يې د افغانستان په سطحه په تمثيل کښي لومړى مقام وړئ او بلي يې په ټوله نړۍ کښي د يوې رښتيني او په کندهار کښي د يوې سالاري ټولني ځاى نيولئ او يادي ټولني وخت پر وخت ورته فعاليتونه ترسره کوي چي همدا اوس د بېنوا فرهنګي ټولني دخوا د شعر پېژندني مهالنۍ کورس روان دئ. د تل په څېر دا غونډه هم د يوې دعائيې په ويلو سره پاى ته ورسېده.