يو شمېر پښتنو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړيتوب ترلاسه کړ

د لراوبر اداره | مې 31st, 2010


نن د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (خيبرپښتونخوا) پېښور کښې غونډه وکړه چې پکښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر مختار خان يوسفزي،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلع پيښور معاون سيکرټري ارباب ناصر خان ،ارباب اجمل خان او نورو مشرانو ګډون درلود.
په غونډه کښې نوي ملګرو د شموليت اعلان وکړ چې نومونه يې دا دي.ملک عالمګير،ملک نګار خان،ملک ابرار،الطاف حسين،موهسيم،محمد عيسا،خان افضل،هارون رشيد،داد محمد،ملک جهانګيرماما،خان ګل،روستم خان،کچکول،شيرافضل،عبدالرحمان او داسې نورو ملګرو په ګڼ شمېر د شموليت اعلان وکړل.او پخه اراده يې وکړله چې مونږ به د خپل قام په هرې بدې پيښې پر مهال دفاع کوو او د ستونزو څخه د خلاصون هڅه به يې کوو .

Copyright Larawbar 2007-2024