د افغانستان په اړه په هالند کې د خلکو د ورځپاڼې د يوې پارونکې ليکنې په اړه
په نيدرلندکې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون
درنو هېوادوالو!
په وروستيو څو اونيو کې هالند-مېشتو افغانانو د افغاني کلتوري ټولنې په پته يو شمېر شکايتونه د نيدرلند په يوې ورځپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپروې شوي يوې ليکنې په اړه رااستولي، خو مخکې له دې چې غبرګون څرګند کړو، نو ستاسو هېوادوالو پام په لومړې ګام کې د نومولشوې ليکني د متن د ژباړې لوستلو ته رابولو.
د خلکو ورځپاڼه (Volkskrant)
Natatlie Righton.// In Mazar-i-sharif wordt gepiknickt en gefeest./ 24 april 2010.
په مزار شريف کې بنډارونه کېږي او جشنونه لمانځل کېږي. زموږ د ژورنالېستې (Natalie Righton) راپورتاژ د ۲۰۱۰ ميلادي کال د اپرېل مياشتې ۲۴ نېټه.
مزارشريف: افغانستان يواځې د جګړو نندارتون نه دئ، مګر په شمال کې خلک خوشالي کوي او هوسا ژوند لري «دلته يرغلګر پښتانه نه شته»!
مزار شريف د جګړن افغانستان هغه انځور دئ، چې ته يې نه شې کولی لکه د جګړې ډګر يې وګورې. په شنو پارکونو کې په سلهاوو وګړي له خپلو کورنيو سره ناست وي او بنډارونه کوي، ځوانان یې فوټبال کوي او پلرونه يې په خپلو موبايلونو انځورونه باسي. تبنګوالا د میوې د اوبو او پستو د بيې نارې وهي. د سره شوي کباب بوی خلک لمسوي، چې له کټارو ورواوړي او د کباب له خوړلو خوند واخلي. دلته په افغانستان کې داسې هوسا سيمې شته، چې ته به هېڅکله ګومان و نکړې، چې ګواکې په دغه ملک کې د مدرنې زمانې خونړې جګړه روانه ده.
د افغانستان د شمال سيمې ښار مزارشريف «سباون دلته آرام دئ»، دلته خلک ګرځي، بنډارونه کوي او جشنونه لمانځي. د مارچ په پای کې دلته لږ تر لږه نيم ميليونه خلک راټول شوي ول، چې د افغانستان نوی کال ولمانځي. د داسې غونډې جوړېدل او د خلکو راټولېدل هغه هم د هېواد له هرې برخې، ډېر خطرناک کار برېښي، خو بيا هم دغه خلک راټول شوي ول، مګر له هوسا مزارشريف نه ۷۰۰ کيلومتره ها پلو د افغانستان په جنوب کې هره ورځ جګړه ده، خلک وژل کېږي او ځان وژنې تر سره کېږي. ډېری ماشومان، چې هلته لويېږي، نو يواځې جګړه پېژني. کورنۍ هلته له مرګ سره لاس او ګرېوان دي، هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې ژوندي پاتې شي.
دا ډېر عجيبه واقعيت دئ، چې دلته د نيدرلند د «عيسوي روژې» په موده کې خلک په مزار شريف کې له خپلو کورنيو سره په شنو پارکونو کې ګرځېدل، خو نورې کورنۍ نږدې لشکرګاه ته د هلمند په جنوب کې اړ ول د ژوندي پاتې کېدلو لپاره له سيمې وتښتي او له هغه مارکېټه ځان ژوندی وباسي، کله چې يو بم په دغه ورځ ۱۳ تنه ووژل.
زه ډېر خوشال يم، چې په شمال کې ژوند کوم، داسي وايي «رحمت»، يو ۲۸ کلن سوداګر د مزار شريف په بنجاره مارکېټ کې. امنيت د هېواد په دغه سيمه کې د جنوب په پرتله ډېر ښه دئ. په زړه پورې خبره دا ده، چې ولې دلته د افغانستان په شمال کې نسبتآ کراري او امنيت دئ. څنګه کېدلی شي، چې طالبان دلته په دغه سيمه کې لاسبري نه دي. د مزارشريف د رسول پهلوان د مارکېټ يو دوکاندار ته د دغو پوښتنو ځواب لکه رڼه ښيښه روښانه دئ. هغه په ټيټ غږ وايي «دا ځکه چې دلته په دغه سيمه کې يرغلګر پښتانه نه شته». پښتانه د افغانستان لوی ايتنيکي ګروپ دئ، خو د طالبانو د قوماندانانو لوی پانګوال او پالونکی هم دي.
د شمال بلخ ولايت، چې مزارشريف يې مرکز دئ، په ټولو سيمو کې يې تاجکان اوسي، همدا ډول خال خال اوزبکان هم مېشت دي او ګڼشمېر راپز (هزاره) هم دلته اوسېږي. چادري پلورونکی احمد فريد، چې ۳۰ کلن دئ، پخپله پښتون دئ، وايي: زه د راديو له لارې اورم، چې په جنوب کې هر کله چاودنې کېږي، مګر دلته په شمال کې داسې پېښې نه شته، ځکه چې په مزار شريف کې سوله غوښتونکي خلک دي، ځکه چې تعليميافته دي او ښوونځيو ته تللي دي.
سخي، چې ۳۵ ګلن مسلمان دئ او جومات ته روان دئ وايي: دا چې ته دلته په هوسايني او له ډاډه سره په کوڅه کې ګرځې، علت يې دا دئ، چې دلته موږ يوه جبهه جوړه کړې ده، هغوی (جبهه وال) به طالبان پرېنږدي، چې ژوند يې ورخراب کړي.
حاجي کتان، چې ۴۸ کلن دئ، په مارکېټ کې د وړيو سوداګر دئ، وايي چې ښه مې په ياد دي، چې وروسته د طالبانو له نسکورېدو نه مزاريانو ډېر طالبان او پښتانه له شماله وشړل. د نويمو کلونو په اوږدو کې مزاري ښاريانو له طالبانو سره جګړې وکړې. د هزاره ګانو يوې پياوړې ډلې ډېر طالبان وځپل او ويې وژل، هغوی يې له مزار شریفه وشړل، خو يو کال وروسته طالبان راغلل، چې غچ واخلي، په سلهاوو راپز (هزاره) يې ووژل، د هغوی لاشونه (جسدونه) په کوڅو کې پراته ول، تر هغې چې هغه جسدونه سپيو وخوړل.
سياسي مبصرين وايي چې د مزار شريف کراروالی او امنيت د دغه سيمې د خلکو په طرز تفکر پورې اړه لري. سيد ابراس د مزار شريف د نهر شاهي د ولسوالي ولسوال وايي، چې د دغه سيمې خلک له پوليسو سره همکاري کوي، که چېرې هغوی کوم جرم وويني د هغه راپور پوليس ته ورکوي. همدا ډول هغه وايي، چې پوليس د سيمې د اداري چارواکو تر کنټرول لاندې دي. ولسوال وايي، چې د کار په موده کې يې پرته له دوو غلو او د موټر د ټکر د يوې حادثې پرته بل څه د امنيت د خرابېدو په اړه نه شي ور په يادولی.
دا هسې هوايي خبرې نه دي. د لويديزوالو امنيتي مزارۍ مشاروه، چې نه غواړي نوم يې په اخبار کې ياد شي، وايي چې د مزار شريف والي عطا محمد نور په لوی لاس مزار شريف کنټرولوي او پوليس يې تر کنټرول لاندې دي. دغه مزارۍ مېرمن وايي، چې په مزار شريف کې د امنيت ژمن عطا محمد نور دئ، مګر نه د (ISAF) ځواکونه، چې په ښار کې موجود دي، خو په کوڅو کې (ISAF) ګزمه نه کوي، هغوی په خپلو مرکزونو کې ناست دي.
څرګنده ده، چې هر څه په مزار کې ښه نه دي. همدا ډول لکه د هېواد په پاتې برخه کې دلته هم لوږه ده، غربت دئ او بېکاري ده. په تېره بيا چې له ښاره ووځې، نو دا پرابلمونه محسوسېږي، مګر بيا هم که دلته سوله وي، نو که بيا هم ستا د چاپېريال خلک ټول غريب هم وي، داسې ښکاري چې په غربت کې سولييز ژوند ممکن دئ، خو په تېره د مزار شريف د خلکو په څرګندونو کې داسې راغبرګېږي. بيا هم دلته په شمال کې په ټولو سيمو کې کراري نه ده، دلته هم د ملېشو واړه ګروپونه د شمال په بېلابېلو سيمو کې شته دي، چې د افغانستان امنيتي قواوې او د (ISAF) ځواکونه په نښه کوي، خو ملکي خلک له دغو پېښو ژغورل شوي دي. په شمال کې د بلخ ولايت په شمال او لوېديز کې نسبتآ وړې چاودنې کېږي. د جنوبي سيمو په پرتله د بلخ سيمه او د جوزجان ولايت ډېر آرام دي، د يو امنيتي څانګپوه په تآييد، چې وايي دلته طالبان تقريبآ نه شته.
د افغانستان په جنوبي غرنيو سيمو کې طالبانو خپل ګروپونه بيا جوړ کړي او په وسلو سمبال شوي دي. د هلمند د مرجې په سيمه کې ډېره سخته جګړه روانه ده. په دوبي کې د کندهار وار دئ. کندهار د طالبانو د زېږندې سيمه ده. د جنوب ولايتونو استوګن خلک له دې وېرېږي، چې په جګړه کې به ډېر خلک ووژل شي.
يو مېشت افغان وايي، زه له کندهاره سره ډېره مينه لرم، مګر ژوند دلته ډېر ستونزمن دئ. د کورونو-سوداګر عطاالله، چې ۴۲ کلن دئ يو ژورنالست ته وايي: کله چې دلته چاودنه کېږي، زه ګومان کوم، چې خدای مکړه زما زوی به مړ شي، که چاودنه يې مړ نکړي، نو کېدای شي له وېرې ومري. د افغانستان په شمال کې برعکس د سولې او کراري خبرې کېږي. يو کتاب پلورنکی احمد له مزار شريفه وايي، چې زه ګومان کوم، چې زه دلته يو ښه هوسا ژوند لرم، له افغانستانه به هېڅکله ونه تښتم دا زما کور دئ.
درنو هېوادوالو!
د هالند مېشتو په شکايتونو کې داسې څرګندونې شوې، چې يو شمېر خلک پښتنو ته په سپکه سترګه ګوري او افغاني کورنۍ دا په ګوته کوي، چې په ښوونځيو کې يې ماشومانو ته سپکاوی کېږي او د يرغلګرو او تروریستانو په نامه يې يادوي، چې يو شمېر ماشومان د دغو څرګندونو له امله له روحي ستونزو سره مخامخ شوي دي او د ماشومانو او ځوانانو د ښونځيو په لوست کې يې هم ډېر منفي اغېز درلودلی.
افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې په پورته ياده شوې ليکنې کې د افغانستان د بېلابېلو ټبرونو تر منځ تاوتريخوالي ته لمنه وهل شوې ده او د افغان وګړو تر نامه لاندې داسې څرګندونې شوې، چې د افغان ولس سولييز ژوند ته يې ګواښونه رامنځ ته کړې. په دغه ليکنه کې د افغانستان لوی ټبر پښتنوته په نا حقه د «يرغلګر ټبر» وراشه کارول شوې او پښتون ټبر يې په سياسي او نظامي ډلو او تپلو کې مدغم کړی، چې پايلې يې نه دا چې په افغانستان کې بلکې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانانو تر منځ سولييز ژوند له ګواښه سره مخامخ کړی او دافغاني ماشومانو، ځوانانو او بهرنيو ځوانانو تر منځ د ايتنيکي مخالفتونو بټۍ يې توده کړې ده، چې نن سبا په ښونځيو کې غير افغاني ماشومان پښتنو ته د «aggressive» وراشه کاروي، چې د ماشومانو او ځوانانو په ذهني حالت يې بد اغېز پرې اېښی دئ او پلرونه يې په وېرجن ټغر کېنولي دي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه له تاسو هېوادوالو غواړي،چې په دې اړه خپلې انګېرنې او غوښتنې موږ ته راواستوی، چې موږ د (Volkskrant) مسؤلينو ته خپل غبرګون وښيو او له دغه ورځپاڼې په زغرده وغواړو، چې د افغان له ولسه بښنه وغواړي او په راتلوکي کې د دا ډول پارونکو او غير مسؤلانه ليکنو له خپرولو ډه ډه وکړي.
په درنښت
اداري کميسيون