د جرمني ولسمشر استعفا وکړه

د لراوبر اداره | مې 31st, 2010


نن تر غرمې وروسته د المان جمهور ريس هورست کوهلر له خپلي دندي استعفا وکړه .

نوموړی تر هغه وروسته په جرمني کي د پراخو مخالفتونو سره مخامخ سو کله چي ېې په افغانستان کي دناټو تر مشرۍ لاندي دخپل هيواد پوځي حضور جرمني داقتصادي ګټو ساتنه وبلله . نوموړی څو ورځي مخکي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي وه چي د المان غوندي يوه هيوادته چي بهرنۍ سوداګري يې د اقتصاد لويه برخه جوړوي لازمه ده چي د خپلو اقتصادي غوښتنو په خاطر خپل سرتيري په دنده وګماري . . . .  . دده مخالفينو دنوموړي دا ډول څرګندوني د جرمني د اساسي قانون څخه سرغړونه وبلله .



که دغه اووه شپېته کلن بانکپوه پر خپله ګايه ودرېږي نو د المان د اساسي قانون له مخي بايد د جون تر دېرشم تاريخ پوري ( د يوې مياشتي په دننه کي ) دده ځای ناستی وټاکل سي او په کار پيل وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024