د زیري شرط

سعيد لودين | جون 2nd, 2010


ادبي ټوټه
زه به هغه ته د خپلې خولې نذر ورکړم، د خپلو سرو شونډو په زکات به یې مالامال کړم، د خپلې مینې د وړانګیز خیرات په ستره ونډه کې به یې شامل کړم، د خپلې سینې د رنګین هار د مرغلرو په تار کې به یې وپییم، کلک به یې په زړه پورې و نیسم، ترې لوګی به شم او د ښکلاوو په رنګینو زیرمو به یې میلمه کړم.

داسې به ترې صدقه شم لکه پتنګ چې د خپلې ریښتنې مینې له طبیعیت سره سم د ډیوو وړانګو ته خپل ځان دومره نږدې کوي چې د هغه له حرارت څخه بیل خوند اخلي، د خپل نازک بدن د غړو په سوزیدو کې چورت هم نه وهي بلکي کله کله خو خپله روح هم د مینې شیرن جانان ته په وړیا توګه وربخښي.

داسې به ترې لوګی شم لکه د سپیلني دانې چې خپله د سوربخن خوګلن لپاسه ټوپونه وهي خو د خواږه جانان خوا ته د خطرونو بلاوې نه پریږي بلکي د خپل جادویي لوګي په وسیله یې د هغه له لوري څخه بلې خوا ته شړي.

داسې به یې ښکل کړم لکه بورا چې د ګل له خوږې سینې څخه غیږه ګرزولې وي او په مینه مینه یې د ښکلا ریښې په خپلو تږو شونډو را زبیښي .

هو که چا را ته وویل چې نن ستا په ټاټوبي کې د آرامۍ شپه تیره شوه، نن پرې د سکون د لمر وړانګې را کوزې شوې، نن یې د خوښۍ د څرک په مزل باندې یې یون پیل کړی، نن ستا د خلکو په وړاندې د مرګي خوله پټه شوې، د توپ او راکټ ځای د ښکلا هڅو نیولی، د خونکار ټوپک شپیلۍ له کاره لویدلې، نن ستا خلکو د آرامۍ لیلا ته غیږه ورکړه او نن په دې خاوره یو څاڅکی وینه هم نه ده تویې شوې. هو په دې شرط چې که یې راته راوړ داسې زیری.

Copyright Larawbar 2007-2024