کور / شعر / سوله موارمان

سوله موارمان

اې دکائينا توسترواکد ار ربه
ا ې دقدرتونو صلاح کا ر ربه
ختم دا نفاق کړه ولسونو کې
ورکړه ديوسولې اقتدار ربه
****
څوپورې قتلونه او مرګونه وي؟
څو پورې ماتم او دا ويرونه وي؟
څوپورې غضب اوستاقهرونه وي
څو پورې ناڅاپه ماتمونه وي؟
****
څو پورې به ميندۍخپل بچي ښخ کړي
خپل د زړه ټو ټې او ګلالي ښخ کړي
تړمې تړمې توې کړل زيارتو نو کې
څو پورې به پيغلې خپل زړګي ښخ کړي
****
بس ده قهرنوره مو توبې واخله
دا دغم ماتم ترخه شيبې واخله
ډيرډيرماتمونه کوربنۍ شولې
د ادماتمونوسلسلې وا خله
****
نورموږ په خپل ژوندکې ساه نيولي يو
ستا دغه ويرجن لحظونه ستړي يو
بيا مونږ ته زمونږ د ژوند معنا راکړه
دغه بدرنګو نو ته ښکلا راکړه
****
سوله موده ژوندسوله ايمان غواړو
سوله کې ازادژوند دافغان غواړو
سوله موجهان داوو لسونو د ی
سوله دحفيظ د زړه ارما ن غواړو