کور / شعر / د ښکالو پر مخکتنه کره کتنه

د ښکالو پر مخکتنه کره کتنه

دښکالو پر مخکتنه کره کتنه
عبدالله سهار
ترهر څه دمخه دميديوتيک ادارې څخه مننه کوم چې د وړ کتاب مخکتنې لپاره يې پروګرام جوړ کړى و او داحقيقت دى چې ( وړ ) يو ښه شاعر دى او شاعري يې پر لوستو ارزي، خو له يادې ادارې بياډېر شمېر ښه شاعران او ليکوالان په دې خبره ګيله من دي چې په دغه غونډه کې ورته دګډون بلنه نه ه ورکړل شوې ، په داسې حال کې چې دغې اد ارې سره دګوتو په شمېر خلک وران دي . خو په دې پوه نه شو چې ديادې ادارې مسولينو دکوم غرض له مخې ډېر شمېر شاعرانو او ليکوالانو ته په دغه غونډه کې دګډون بلنه ورنه کړه . زه فکر کوم چې نوموړې اداره به ددې لپاره نه وي جوړ ه شوې چې دوه کسه دې په غيږ کې ونيسي او څلور کسه دې خطاکړي .
زه په دې خپه يم چې ( وړ ) زموږ شخصي ملګرى دى ، راته ګران دى او دغه ليکنه هم په همدې خاطر کېږي چې زموږ غوندې خلکو ته په کې دګډون بلنه نده ورکړل شوې او ګيله خو بايد وکړو، ځکه چې که په دغه اداره کې بياکومه وړه غونډه هم وي، نو دګډون او خپرولولپاره بيا به ليکوالانو او ژورنالستانو ته په ساعت کې لسګونه زنګونه وهل کېږي . په هر ترتيب ، له دې موضوع تېريږم او اصلي موضوع ته راځم او موضوع په دغه غونډه کې پريوه ليکلي ګزارش ده چې په ټول افغان ويبپاڼه کې خپور شوى دى .
ګزارش چې ټولټال يو نيم مخ دى دميديو تيک ادارې په نوم ليکل شوى چې له ليکلو په کې تېروتنې ډېرې دي، چې سړى پرې ډېر زيات خپه کېږي او فکر کوي چې په دغه اداره کې لکه چې ټول …. سره راغونډ شوي دي .
ګزارش که څه هم ښه پيل شوى، خو دخلکو خبرې په کې دومره لنډې رااخيستل شوي چې ډېر خوند ترې سړى نه شى اخيستى . بله دا چې په ګزارش کې ديا ګانو، کامو او فول سټاپونو هيڅ مراعت نه دى شوى، چې دلته يې يو څو بېلګې يې وړاندې کوو.
ددغه ګزارش په څلورمه او پينځمه کرښه کې د(ختيزې سيمې ) نوم ، (ختيزى سيمه ) دډيوې را ډيو نوم يې ډيوى راډيو ليکلې چې دواړه ناسم دي .
په همدې کرښه کې دپسرلي مجلې دنوم ياګانې هم ناسمې ليکل شوي دي .
په يوو لسمه کرښه کې يې د(ده ) پر ځاى دى ليکلى او همدې کرښه کې يې ديوې بلې يا ټکي هم غلط کړي دي .
په دولمسه ، ديارلسمه ، څوارلسمه او شپاړسمه کرښه کې هم يادې غلطۍ تکرار شوي دي .
په دغه ګزارش کې د څوتنو هغو ويناوالو نقل قو لونه هم را اخلو چې په ګزارش کې يې نوم له خبرو سره خپور شوى دى .
په پيل کې داطلاعتو او کولتور رئيس اورنګ صميم خبرې را اخلو . نوموړي پسې په ګزارش کې ليکل شوي چې (( د ( وړ ) کتاب يې له سره ترپايه ولوسته او داسې ځاى په کې نه دى پيداکړى چې دا دې ورته دانتقاد ګوته ونيسي ، دنوموړي په خبره دا چې دانتقاد ځاى په کې نشته نو بايد پوه شو چې ښکالو په ټولو معيارونو برابره شاعري ده.
زه ډېر تاسف کوم چې دکولتور د يوه رئيس په څېر سړى دى دومره کمزورې خبره وکړي چې هيڅ ډول سوچ او فکر دې يې پرې نه وي کړى . له نقلي احکامو ( قران او احاديثو ) پرته هيڅ کتاب نشته چې نيمګړى او نيمګړ تيا دې ونه لري . ښاغلى اورنګ صميم صيب کاش چې دا کتاب تا په غور لوستى واى او يو څو کرښې دې پر ښه والي او بد والي تورې کړې واى . خو زه په دې باوري يم چې نوموړي ددغه کتاب پاڼې هوايي اړولي او دکتاب په منځپانګه يې هيڅ سر نه دى خلاص شوى . زه دا نه وايم چې د ( وړ ) شاعري پر لو ستو نه ارزي، خو خپه دې يم چې سړى ولې يو څوک دومره بې ځايه تشويق کړي چې دهغه راتلونکي ته دې پرې زيان ورسيږي . صميم صيب : کاش تا ددغه بې ځايه صفت پر ځاى د( وړ ) په شاعرۍ کې تشبيهات ، عيني انځورونه،راڼه پيغامونه، ناخوالې او دې ته ورته يو شمېر نورې جملې او کليمې پيداکړې واى او دادبياتو ديوه مسلکي او يا ديوه ښه شاعر او ليکوال په توګه دې خپل ځان دغونډې ګډونوالو ته ورپيژندلى واى، خو صميم صيب : ته خپه نه شې تا ټول عمر په همدغه مبتذلو خبرو تېر کړى دى . زه ښه پوهيږم چې دا ليکنه به هم په تا کې کوم مثبت بدلون را نه ولي خو څه وکړو زړه مودرد کوي . هغه ديوه شاعر خبره چې وايي :
زړزه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ددويمې پاڼې پيل د وفاصيب په ليکنه شوى دى . په دې مخ کې هم دتېرې پاڼې په څېر هماغه ډول غلطۍ موجودې دي چې له ليکلو يې تېريږو .
محمد داود وفا چې ښه ليکوال ، دپوهنتون استاد او ژورناليست دى زما په فکر په دغه غونډه کې يې پښه ښويدلې اوبې ځايه ترې د وړ صفت شوى دى .
وفا صيب ويلي (( زه چې کله د وړ شاعري لولم نو فکر کوم چې دحمزه بابا شاعري لولم)) وفا صيب هم دصميم صيب په څېر دغلته هيڅ فکر نه دى کړى او څه يې چې خولې ته ورغلي دي ويلي يې دي .
زما په اند په داډول مدحو شاعر ته شايد ډېر زيات زيان ورسيږي . دبيلګې په توګه، که وړ فکر وکړي چې شاعري يې تر حمزه بابا رسيدلې نور نو څه پکار چې شاعري کومه ، خو تاسې دواړو خو د وړ په راتلونکي لوبې وکړې .
دغه بې ځايه صفتونه دي چې په ټولنه کې اصلاح نه راځي ، نو راځۍ چې له دې بې ځايه صفتونو نه تېر شو او هغه څه چې ريښتياوي هغه سره ووايو .
په دغه ليکنه چې زما ډېرخوښه شوه هغه دباز عابد ليکنه ده چې واقعي هغه څه چې ترې زموږ ارزو وه او بايد پرې ليکل شوي او ويل شوي واى عابد ويلي او ليکلي دي ، چې ځان يې هم په غونډه کې ديوه ليکوال په توګه څرګند کړى دى .
زه له دې ټولو سره سره ديوه فرهنګي په توګه له يادې ادارې هيله کوم چې په راتلونکي کې خپلو ليکنو او دغه ډول کړنو ته پاملرنه وکړي .
په دغه ګزارش نور څه هم ليکل کېده خو اوس همدومره، که ضرورت شو نو بيا به ګورو.