کور / د ماشومانو نړۍ / د ماشومانو لپاره اسلامي معلومات

د ماشومانو لپاره اسلامي معلومات

ستاسو له پاره دلته هغه څلویښت نبوی حدیث را اخلم او ژباړم چی په تاسو (ماشومانو) پوری اړه لری تاسو دا حدیث زده کړئ اویاد کړئ څو مو سمی لاری ته برابرکړی اوپه دی توګه تاسو کولئ شئ ترډیره حده هغه نبوی لارښوونی اوروزنی ترلاسه کړئ کومی چی زموږ خواږه نبی صلی الله علیه وسلم ماشومانو ته بیان کړی دی دابه زه په خوږه او پسته پښتو تاسو ته وژباړم تاسو لومړۍ دهغو عربی توری یاد کړئ او بیا به په اسانی سره پښتو ژباړه هم یاد کړای شئ راځئ حدیث تلاوت کړئ!


(۱) روی الطبرانی وابن النجار عن علی کرم الله وجهه أن النبی صلی علیه وسلم قال : أدبوا اولادکم علی ثلاث خصال : حب نبیکم ، وحب آل بیته ، وتلاوة القران فان حملة القران فی ظل عرش الله یوم لاظل الا ظله مع انبیائه واصفیائه .


ژباړه : طبرانی او ابن النجار له حضرت علی کرم الله وجهه نه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :


تاسوخپلو اولادونو ته درۍ خویونه ور وښیئ ! ستاسو دنبی مینه ، دهغه دکورنۍ مینه اودقرانکرم تلا وت ځکه دقران حافظان به دالله دعرش په هغه سیوری کی له انبیاو او نیکو خلکوسره وی چی په هغه ورځ بل ځای سیوری نه پیداکیږی .


 (2) روی أحمد والشیخان عن أنس رضی الله تعالی عنه : أن رجلا سأل رسول الله صلی الله علیه وسلم متی الساعة؟ فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: وما اعددت لها ؟ فقال: لاشئ . الا أنی أحب الله ورسوله ،فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم:أنت مع من أحببت وفی روایة البخاری قال : ونحن کذلک ؟ فقال صلی الله علیه وسلم: نعم قال أنس : فمافرحنا بشئ فرحنا بقول النبی صلی الله علیه وسلم أنت مع من أحببت قال أنس : فأنا احب النبی صلی الله علیه وسلم وأبابکروعمروأرجو أن أکون معهم بحبی ایاهم .


ژباړه : امام أحمد ، بخاری او مسلم له حضرت أنس رضی الله عنه نه روایت کوی چی له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوه سړی پوښتنه وکړه :آخرت به کله وی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : څه دی ورته تیار کړی دی ؟ هغه وویل: هیڅ می ندی تیار کړی یواځی له الله او دهغه له رسول سره مینه لرم رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ته به په اخرت کی له هغه چا سره وی چی مینه ورسره لرې ، دبخاری په روایت کی راځی هغه وویل :موږبه همداسی یو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هوکی ، انس وایی موږ په ویه شی داسی نه یو خوشاله شوی لکه درسول الله صلی الله علیه وسلم په دی خبره چی خوشاله شوو :


 ته به په اخرت کی له هغه چا سره وی چی مینه ورسره لری انس وایی زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکراو عمر سره مینه لرم او هیله لرم چی ددی مینی په برکت به له هغوی سره یم .