د پښتو ادبي غورځنګ له مشر صادق ژړک سره خواخوږي
د پښتو ژبي د ځوان شاعر، ليكوال او كيسه ليكونكي د پښتو ادبي غورځنګ مشر او لمبه مجلې مسؤل چلوونكي محمدصادق ژړك پلار د اوږدې ناروغۍ له امله تېره ورځ په كوټه كې په حق ورسېده.
خداى بخښلى حاجي خواجه محمد كاكړ چي لږ تر لږه درې كاله د ورپېښي ناروغى له امله پر ځاى پروت ؤ، پرون يې روح حق ته وسپارله. د نوموړي مړى د كوټي له نوي كلي د کوټي په پنځوس کيلومترۍ کي په خپل پلرني ټاټوبي چرميان کلي کي خاورو ته وسپارل سو.
د نوموړي په جنازه كي د بلوچستان ايالت ډي، ايس، پي ، سابق صوبايي وزير مولانا عبدالواحد صديقي، جج هاشم كاكړ، د سيمي علماء كرامو، مشرانو، مخورينو، روشنفكرانو، شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو په ګډون په سلګونو خلګو ګډون كړى وو.
څه موده مخكي د مرحوم يو ځوان زوى په ټرافيكي پېښه كي په حق رسېدلى وو، چي هغه له غمه د ده صحت هم زيات خراب سو او د مرګ لامل يې هم د ځواني مرګ زوى مرګ بلل كېږي.
هېره دي نه وي چي د سوهيلې پښتونخوا د مشهور ليكوال او څېړونكي ښاغلي مولانا واصل واسطي مور بي بي هم تېره ورځ په حق رسېدلې وه، موږ د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي له ښاغلي ژړک او مولانا واسطي صاحب سره په دې غم او درد کي ځان شريك بولو. هغوى ته دي خداى (ج) جنتونه ورکړي او کورنيو ته يې له پاک خداى (ج) څخه د صبر غوښتنه کوو.