غزل

رفيع الله مندوخېل | جون 4th, 2010


له خنداډکه زندګي راباندي ودرېــــــــــــــــــــــــــــــده
بېخي راټپه سوه،بېخي را باندي ودرېـــــــــــــــده
اوس به يوازي له دې وخته جنګ ګټمه څنــــګه
مرسته دهريوه سړي راباندي ودرېـــــــــــــــــــــــــده
خزانه! ستاسپېروسپېروګرځوپه مخه کړمــــــه
هره عطاچي دسپرلي راباندي ودرېــــــــــــــــــــــــده
پرون باچاوم دوې روپۍ به مي ماښام راوړلــې
نن ددوولاسومزدوري راباندي ودرېـــــــــــــــــــده
بې وخته پرېښودم بدبخته بخت په نيــــــمه لاره
بې وخته داښکلې ځواني راباندي ودرېـــــــــــده

Copyright Larawbar 2007-2024