طالبان وايي ۶ خارجيان يې وژلي خو ناټو ۱ تاييدوي
ناټو په خپله تازه خبرپاڼه کي ويلي چي نن يې د افغانستان په سهيل کي يو سرتيری د طالبانو د بريد په نتيجه کي وژل سوی دی ، ناټو د تل په شان د خپلو وژل سوو سرتېرو هويت نه څرګندوي ، دا به وروسته څرګنده سي چي د نن په بريد کي وژل سوی خارجي عسکر انګرېز دی که امريکايي .
د طالبانو وياند قاري يوسف رسنيو ته وويل چي نن يې په کلات کي يو امريکايي ټانک په بم الوزولی چي شپږ تنه خارجي سرتيري پکښي وژل سوی دی ، نوموړي لراوبر ته وويل دغه خونړۍ پيښه نن سهار ( 2010-06-04 ) په ځای وخت شاوخوانهه بجې داومکي کلاپه سيمه کې هغه مهال رامينځته شوه چې کله دبهرنيويرغلګروعسکروپوځي کاروان په غزيدلي سړک دتیريدوپه حال کې ووچې يوټانګ يي دمجاهدينوله لوري په ښخ کړای شوي ماين وخوت .