کور / شعر / نوى غزل

نوى غزل

دا چې بې له دغې مو کار نشته بل
موږ ته تر دې غټ افتخار نشته بل

یو ته یې چې بیا بیا مې په خوله راځې
نور په دې مضمون کې تکرار نشته بل

هی غمونو، بیا مې په زړه ډله یاست
ورک شﺉ ستاسې ځای د بانډار نشته بل؟!

کوم یادوې، هاغه نمکي ښیې؟
دلته خو د زړونو تجار نشته بل

بس چې یار در ګوري ورته مه ګوره
غوره تر دې چل د اظهار نشته بل

هاغه یو قرار دی، چې قرار نه دی
نه یاره په موږ کې قرار نشته بل