غزل

36 | جون 7th, 2010


خلک نه غواړي چي ښکلي پرېشان سي
بس له ورايه ور ته وګوري، روان سي

دا چي هره ورځ ورکېږي دلته زړونه
هسي نه چي ټول پر تا باندي تاوان سي

زړه مي ستا ډېرو بېرو داسي نرى کړ
چي رقيب شړې نو هم زما ارمان سي

تا که و خندل هغه وخت به پسرلى سي
ما که و ژړل هغه دم به باران سي

د دروېش خاورين وجود به هم سره زر سي
که دي شونډو ته نژدې لکه پېزوان سي

Copyright Larawbar 2007-2024