په ګوانتانامو کی د یوه بندي شعر

36 | جون 7th, 2010


دسرپوړنی لیری نکړی دکابل خورکی
دکافران چی دی ونه وینی اوربل خورکی

ته داصیلوپرګنو دپت عزت سمبول یی
پام کړه احتیاط کړه چی غلط وانخلی پل خورکی

نن دملالی میوندی بیرغ به ته جګوی
چی دآیوب لښکردر واوړی پرزابل خورکی

آه دلیلی دښتی سلګی اودصلیب ظلمونه
هم دی هیرنشی مسافر وهلی جل خورکی

ګوره چی لاره دناحید به دی ورستی وسله وی
خوځان به ساتی دبدمستوله یرغل خورکی

زه ددوښمن په آثارت کی لاپګړی تړمه
ته می هم خورېی چی خپل دودنکړی بدل خورکی

هغه قرآن چی می در زده کړو خوری کلک ېې ساته
دایهودان ېی بدل نکړی په بایبل خورکی

حق دی هغه دی چی الله اوپیغمبردرکړی
امریکایان دی خطانکړی په چل ول خورکی

دآذان هسک مینار راړنګ کړو دکافرزامنو
دتکبیرچغی به اوس بیا وی له مورچل خورکی

زماپه پښوکی هتکړی دی درنه لیری یمه
له ګوانتانامو درلیږم دا یو غزل خور کی

داکافران چی دی ونه وینی اوربل خورکی
دسرپوړنی لری نکړی دکابل خورکی

Copyright Larawbar 2007-2024