ورځپاڼو ته کتنه
سرنوشت:
دې خپلواكې پخپله سرمقاله كې هغو انتقادونو ته كتنه كړې، چې د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفاو د منلو لپاره د ځينو كړيو لخوا په حكومت كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د هر مثبت كار مخالفت يوازې يوه سياسي ناروغي ده، ځكه د ورځپاڼې په وينا د سولې د ملي مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ له حملو وروسته همدغو كړيو، چې ځان د دولت اپوزسيون بولي په لوى ستوني ددغو چارواكو د استعفا غوښتنه كوله.
ورځپاڼې وړاندې دې كړيو ته سپارښتنه كړې، چې د خپلو مخالفتونو لپاره دې يو ثابت معيار وټاكي او له بې ځايه مخالفتونو، چې نه ددوى او نه هم د هيواد او خلكو په ګټه دي لاس واخلي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې بيا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې اتمر او صالح له طالبانو سره د سولي او پخلاينې له بهير سره د مخالفت له كبله استعفا وركولو ته اړ كړل شول، حال دا، چې افغان دولت بيا دا خبره په كلكه ردوي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا هم د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو په اړه د امريكايي مشرانو غبرګون راخستې او ددغه هيواد د ځانګړي استازي په حواله يى ليكلي، چې په افغانستان كې د جنګ د پاى ته رسولو لپاره يو سياسي بهير ته اړتيا ده.
ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي هالبروك د وينا دا ټكې هم راخستې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د امريكا له ملاتړه برخه منه ده او له طالبانو سره سوله امكان لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په تركيه كې د اسيايي هيوادونو د باور او همكاريو د سازمان په سرمشريزې بحث كړې او ليكلي، چې په سيمه كې د اقتصادي ودې د امكاناتو د پياوړې كولو لپاره پكارده، چې ددغه سازمان غړي هيوادونه په افغانستان كې د امنيت او ټكاو راوستلو ته لومړيتوب وركړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې او په تيره بيا د هيواد په جنوب كې د قومي مشرانو او مخورو د وژنې په مسئلې بحث كړې او ددې ترڅنګ، چې هغه يى يو ستر ګواښ بللې ددوى د ترور د مخنيوي لپاره يى د يو بنسټيزم ميكانيزم په جوړولو ټينګار كړې دې.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د استعفا په اړه د امريكا غبرګون راخستې او ددغه هيواد د مشرانو په حواله يى ليكلي، چې دا د افغانستان كورنۍ مسئله ده.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا ددفاع د وزير د وينا دا ټكي هم راخستي، چې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې د شوې حملې په اړه بايدهم حساب كتاب شوې واى.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا پدې مسئلې بحث كړې، چې په افغانستان كې هر څه ولې په توطيه تعبيريږي.
ورځپاڼې د دوو امنيتي مشرانو د استعفا په وړاندې د لويديځو رسنيو غبرګون ته په اشارې ليكلي، لويديځوال نه غواړي، چې د افغانستان نظام هم دداسې يو كلتور خاوند وي، چې چارواكي پكې خپل مسؤليت ومني او پخپلو كمزوريو اعتراف وكړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا د لويديځو رسنيو شوم نيت دې، چې دلته هر څه ته د توطيې په سترګه ګوري.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په هغه فرمان بحث كړې، چې له مخې يى د هغو بنديانو دوسيې له سره څيړل كيږي، چې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددې فرمان صادرول دا ښۍ، چې حكومت د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره ټينګه اراده لري.
ورځپاڼې ددې جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو همكاري هم مهمه بللې، ځكه د ورځپاڼې په وينا يو شمير افغانان په بګرام او ګوانتانامو كې هم له دوى سره بنديان دي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې امنيتي تدابير انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې د خلكو د خوندي كولو لپاره لا زياتو اقداماتو ته اړتيا ده.