کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان د امريکايي استخباراتو راپورونه رد کړل

پاکستان د امريکايي استخباراتو راپورونه رد کړل

د پاکستان حکومت د امريکا استخباراتي راپورونه ردولو سره ويلي دي چې د پاکستان اټومي وسله محفوظ ده ، د بهرنيو چارو وياند محمد صادق اوونيز خبري کنفرانس ته وويل چې په اتلس فبروري کيدونکو انتخاباتو د څارنې لپاره لږ تر لږه پنځه سوه غير ملکي څارندويانو ته ويزې ورکول شوى دى ، د بهرنيو چارو وياند زياته کړې ده چې د اټومي وسلې ساتنه د پاکستان ولس او حکومت دنده ده، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جګړه کښې تر ټولو زياته قرباني ورکړې ده.