برتانيه: د اورګاډي د ټکر له امله اته تنه ټپيان شول

34 | جون 8th, 2010


په برطانيه کې ديومسافروړونکې اورګاډې دټکرپه پيښه کې لږ ترلږه اته کسان ټپيان شوي دي .
سيمه ييز چارواکې وايي دغه پيښه دسکاټلينډ لويديځ په يوه لرې پرته سيمه کې رامنځ ته شوي ده
دنوموړې هيواد سيمه ييزچارواکې وايي دغه پيښه دسکاټلينډ په لويديځ لرې پرته سيمه کې رامنځ ته شوي ده اوله امله يې اته کسان سخت ژوبل شوي دي .
چارواکې زياتوي دپيښې وروسته دپيښې ځاى ته داور وژونکو او ژغورونکو ډلې رسيدلي اودپيښې ټپيان يې په بيړنۍ توګه روغتون ته ليږدولي دي .
دعيني ليدونکو په ويناپيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې اورګاډى دخپل تګ لورې له ليک څخه ووت اوله يوې پرښې سره يې ټکر وکړ او بيا وروسته هغه ته په نږدې لړۍ وروغورځيده او اوريې واخيست .
تردامهال ددغې پيښې کره معلومات نه دي په ډاګه شوي خو چارواکې وايي په اړه يې دوي پلټني پيل کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024