امريکا: د ګازو د چاودنې له امله يو تن مړ څو ټپيان شول

34 | جون 8th, 2010


دامريکامتحده ايلاتونو په سويل لويديځ کې دګازو د چاودنې له امله يوتن وژل شوى اوڅونورټپيان شوي دي .
چارواکې وايي دوى سيمې ته داور وژنې کارکوونکې استولي ترڅو دغه اور دخپل واک لاندې راولي .
په متحده ايالاتونوکې چارواکو ويلي دغه ګازي چاودنه دځمکې لاندې په هغه پايپ کې رامنځ ته شوې کوم چې سيمې ته يې ګازليږدوه .
دغه پيښه دتيګزاز په ايالات کې رامينځ ته شوي اومالي زيانونه يې اړولي دي .
داور وژنې کارکوونکې وايي دوى وروسته له دوو ساعتونو په دې وتوانيدل چې اور پخپل واک کې راولي اونوروسيمو څخه يې دخپرولو مخه ونيسي.
تردې دمه ديادې پيښې اصلې لامل نه دى په ډاګه شوى خوچارواکو ويلي دوى سيمې ته دپلټنې ټيم استولى اوپه اړه يې څېړني رواني دي .

Copyright Larawbar 2007-2024