کور / د ماشومانو نړۍ / په ټولګۍ کي درس ته ښه غوږ نيول

په ټولګۍ کي درس ته ښه غوږ نيول

په ټولګۍ کي ښه اوريدونکی کيدل يوه ډيره ډېره اړينه خبره ده، او هر هغه څه چي د ښوونکي لخوا په ټولګۍ کښي ويل کيږي هغه بايد تر ډيره حده زده او غوږ ورته ونيول سي. خو يوازي هغه څه کوم چي يې ښوونکى وايي بايد زده نکړل سي بلکي ددي په څنګ کي بايد د نورو سره شريک کړل سي. غوږ نيول د  پوهي  هغه قوه ده چي بايد ډيره پاملرنه ورته وسي او بايد ددې په مورد ډير فکر وسي ځکه دا هغه دماغي پروسه ده چي د همدي له لاري اوريدل تر سره کيږي.



لاندي هغه څه دي کم چي کولاى سي تاسو په ټولګي کښي يو ښه اورېدوونکى ولري:


کله چي تاسو ټولګۍ ته راسئ نو د اورېدلو لپاره  په فکري ډول سره اماده و اوسئ او په دې باوري و اوسئ چي کورني کارونه او د لوست تکرار مو په بشپړه توګه پوره کړی دى. ددي تر څنګ د تېر لوست يادښتونه (نوټونه) بايد تکرار کړئ. په ياد ولرئ چي د ټولګۍ د لوست په هکله بايد په بشپړه توګه باخبره او اماده و اوسئ.   


کله چي ټولګۍ ته راځئ نو په بشپړه توګه د اورېدلو دپاره اماده و اوسئ، ولي چي په دې کښي ستاسو انګيرنه ډېر رول لوبوي. همدارنګه، کله چي يوه موضوع يا سرليک انتخابوئ نو په بشپړه توګه د هغه څخه باخبره و اوسئ او په ټول هغه څه چي زده کوئ يي باوري و اوسه.


د يوه هدف لپاره غوږ ونيسه او دا بايد څرګنده وي چي د ټولګۍ د دغه د درس د مرحلې څخه ته زدکړه کوي. په دې توګه و هغه څه ته غوږ سه كم چي ستا ښوونکی ور باندي خبري کوي.


په يوه پراخ مغز سره غوږ نيوونکی و اوسه او هغه څه چي ستا ښوونکی يي درته وايي د هغه درک کوونکی او منونکی و اوسه. ددې په څنګ كښي دا ډېره ښه ده چي د هغه څه په اړه چي تا په ټولګۍ کی لوستي او فهمولي دی، يوه ښه پوښتنه وکړې.                                                  


متوجې او بيداره و اوسه، و هغه څه ته ځير سه كم چي ښوونکی يې درته وايي. خو هيڅکله کوښښ مه کوه چي لالهانده او يا هم خوبي و اوسې تر څو په چورت کي نور څه در نه سي. دا به ډېر ښه وي چي د ټولګۍ په مخته او يا هم د منځ په کتار کي ځان ځاي پر ځاي کړې تر څو د ښوونکي سره د سترګو تماس وساتې.                                                                                                                                                           
 کوښښ وکړه چي يو فعاله اورېدونکئ واوسې ولي چي ته تيز فکر کوونکی کيدای سې نسبتاً ستا د ښوونکي د خبرو کولو په پرتله. هغه څه چي ويل سوي دي بايد ګټه ځيني واخلې او کم څه چي ويل کيږي د هغه د اورېدلو لپاره تياری ونيسئ. کله چي ښوونکئ خبري کوي نو بايد د هغه د خبرو مهم توکي په ښه خط سره ياداښت کړل سي. کيدای سي چي د ښوونکي تر خبرو ته ښه فکر ولرې، خو په ليکلو کي نه يي تيز د هغه تر خبرو. کله چي يادښتونه ليکې نو هغه تا ودې ته اړ باسي چي د څه شي د ليکلو پرېکړه وکې، او ته بايد يو ډير فعاله اورېدونکئ و اوسې تر څو دا کړنه په بشپړه توګه ترسره کړې.                                                                 


د ستونزو سره مخ کيدل. کله چي ته داسي حس کړي چي نور په هغه څه ستاسر نه خلاصيږي کم چي ويل کيږي خو بيا هم اوريدل مه پرېږده او د تسليميدو هڅه مه کوه. په دي وخت کي نور هم باتوجو و اوسه او په سخته توګه كار وكړه تر څو په هغه څه ځان پوه كړې كم چي ويل كېږي، او ځان بې ميله او بي مقاومته مه کوه تر څو چي پوښتني و نه کړې.


ځان پر چاپيريال باندي بريالی وساته، که چيري د ټولګۍ هره برخه غالمغالي وي، ډېره توده وي، ډېره يخه وي، ډيره روښانه وي او يا هم ډيره تاريکه  وي بيا هم مقاومت وکړه او و داسي نا اراميو ته ځان مه تسليموه. يوازي او يوازي پر يوه غټ انځور باندي توجو وکړه… زدکړه!