۲ نور امریکایان ووژل سول ، د جون تلفات ۲۴ ته ورسېدل

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 8th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی طالبانو نن سه شنبه په یوه چاودنه کی دوه امریکایی پوځیان د هېواد په جنوب کی ووژل ، خو د پیښی ځای او د زخمیانو یا معیوبینو تعداد یې ذکر نه کړ .
خبر زیاتوی چی طالبانو نن یو برتانوﺉ پوځی هم مخامخ وویشت او ځای پر ځای یې وواژه . په دې سره د جون په روانو اتو ( ۸ ) ورځو کی ۲۴ بهرني پوځیان ( چی ۱۴ یې امریکایان دي ) د طالبانو د حملو قرباني سوي دي .
پوځی او سیاسی شنونکي وایی چی دغه درانه تلفات د « سولی جرګې » ته چی څو ورځی مخکی په کابل کی جوړه سوې وه ، د طالبانو غبرګون او چلنج و تر څو د کابل او د هغه بهرنیو ساتونکو ته د طالبانو ځواک وښیی .

Copyright Larawbar 2007-2024