چين: د اورښتونو له امله شپږ تنه مړه شوي

34 | جون 9th, 2010


په چين کې دسختو اورښتونو له امله شپږ تنه له منځه تللي اوڅو نورټپيان شوي دي .
چارواکو ويلي دوى دمګړۍ سيمې ته دژغورنې ډلې استولي څوله ځپل شويوکسانوسره مرسته وکړي .
په چين کې ژغورنديه ټولنې ويلي دغه سيلاوونه دهونام په ولايت کې دوروستيوپرلپسې اورښتونوله امله رامنځ ته شوي اودمرګ ژوبلې سربيره يې مالي زيانونه هم اړولي دي .
دوى زياتوي دمګړى ددوى کارکوونکې په سيمه کې په کار بوخت دي څوله سيلاب ځپلوکسانوسره مرسته وکړي اوخوندي سيمې ته يې وليږدوي .
دنوموړې هيواد سيمه ييزو ټلويزيونو دپيښې تصويرونه خپره کړي اوپه کې ليدل کيږي چې محصلي وګړې دسختو ستونزو سره لاس اوګريوان دي اوخوندي سيمې ته يې وليږدوي اوپه لارو او واټونوکې اوبه رواني دي .
دنوموړې هيواد چارواکو ويلي چې ديادوسيلاوونو له امله ډېرى لويې لارې له مرکزسره شليدلي اوپه لارو او واټونوکې اوبه رواني دي اوددوى کارونه يې له ستونزوسره مخامخ کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024