د جون پر يوولسمه د فټبال نړۍ والي سيالۍ شروع کېږي
دراتلوونکې جمعې په ورځ يعني د جون پر يوولسمه په جنوبي افريقا کې د دوه زره لسم کال دفوټبال نړيوالې سيالۍ پيل کيږي . لومړنۍ لوبه به د کوربه هيواد جنوبي افريقا او مکسيکو ترمنځ ترسره شي.
ددغه هيواد جمهوري ريئس جاکو ويلي دي چې دوى ددغه سياليولپاره پوره چمتوالى لري اوددغه هيواد په بيلابيلوسيموکې پوليس په دې موخه چې ترهګريزې پيښې رامنځ ته نه شي درولي دي.
ديادونې وړده په دغه سياليوکې د نړۍ دوه ديرش دفوټبال ټيمونه برخه اخلي چې پر اتو ګروپونو وېشل شوي دي او يوه مياشت په دوام وکړي.
دې سياليو ته کوم اسلامي هيواد لاره نه ده موندلې، خو د آسيا له لويي وچې څخه جاپان، شمالي او جنوبي کورياوي پکې برخه اخلي.