فټبال: د نړۍ والي اتلولۍ لومړنۍ لوبي مساوي پاى ته ورسېدې
د ٢٠١٠ کال د فټبال نړۍ والي اتلولۍ چي پرون د جنوبي افريقا په پلازمېنه جوهانسبرګ کي پيل سوې، لومړنۍ يې د جنوبي افريقا او مکسيکو او دوهمه د يوراګواى او فرانسې ترمنځ ترسره سوې.
د جنوبي افريقا لوبډله چي د مکسيکو په وړاندي يوه نسبتاً کمزورې ډله ګڼل کېده، د لوبي له پيله يې دفاعي بازي کوله، چي په نيمايي کي کپتان سيپوي د ورلډ کپ د سياليو لومړنى ګول پر مکسيکو باندي وواهه.
د مکسيکو لوبډلې تر څو پرله پسې حملو وروسته د يوه ګول په وهلو لوبه مساوي کړه، چي پر همدې دوو ګولونو پاى ته ورسېده.
دوهمه لوبه په کيپټاون ښار کي د يوراګواى او فرانسې ترمنځ وسوه چي هغه بېله کوم ګوله پاى ته ورسېده. په دې لوبه کي د يوراګواى يوه لوبغاړي ته د منځګړي يا ريفري له خوا د ٢٠١٠ کال لومړنى سور کارډ هم ښکاره سو.
ټاکل سوې ده چي نن د دې لړۍ درې لوبي ترسره سي، چي له بي ګروپ څخه به ارجنټاين او نايجريا، يونان او جنوبي کوريا او له سي ګروپ څخه به انګلستان او امريکا سره مخ سي.