قرغزستان: قومي نښتو کې ٤٦ تنه مړه ٦٠٠ ټپيان شول

34 | جون 12th, 2010


په قرغزستان کې دقومي اوسياسي نښتو دوژل شپږ څلويښت او دټپيانو کچه شپږسوو تنو ته لوړ شوى دى .

دنوموړې هيواد امنيتي چارواکې وايي دغه نښتو له څو ورځو راپه ديخوا هغه مهال زور واخيسته چې په سلګونو ځوانانو دوش په ښارکې په يوبل بريد وکړ او يوشمير ودانۍ اوموټرونوته يې اور هم واچوه .

دغه چارواکې زياتوي دولت ددغه قومي اوسياسي تاوتريخجنو نښتو وروسته ددغه هيواد په اوش او څو نورو ښارونوکې فوق العاده وضيعت اعلان کړى دى .

Copyright Larawbar 2007-2024