زړې او د ټيټ کيفيت وسلې د پوليسو د مرګ لامل دي

34 | جون 12th, 2010


زړې اودټيټ کيفيت وسلې ددې لامل کيږي چې په افغانستان کې دپوليسو مرګ ژوبله زياته شي .

يوشميرکارپوهان ددې خبرې په کولوسره وايي دپوليسو وژل کيدل دافغانانوسره جفا ده اوترڅو چې دغه ځواکونه پياوړې نه شي پوليس به بريالي نه وي .

بلخوا يوشميرپوليس له خپلو وسلوڅخه شکايت کوي او وايي دوى ته بايد پرمخ تللې او نوې وسلې ورکړل شي .

دا خبر په داسې مهال راڅرګنديږي چې رسنيو دپوليسو هغه انځورنه خپاره کړل چې دسولې دملي مشورتي جرګې پرمهال په مخالفينوډزې کوي او ددوى وسلې وروسته ديوڅو ډزو بنديږي .

Copyright Larawbar 2007-2024