ملګري ملتونه طالبان د تور لیست څخه باسی
اسوشیټیډ پریس د ملګرو ملتونو څخه راپور ورکوی چی دغه جوړښتون غواړی د هغه تور لیست څخه د ۱۳۷ القاعده او طالب مشرانو پر نومونو له سره غور وکړی چی پر تګ راتګ او مالی عوایدو یې بندیز لګول سوی دی . د ملګرو ملتونو مقام ( ستیفان دو میستورا ) وویل چی موږ د کابل او نیویارک سره په تماس کی یو تر څو پر دغو نومونو بیا غور وکړو او دا هغه سپارښتنه ده چی په کابل کی د وروستۍ جرګې لخوا سوې وه . ده وویل چی موږ غواړو طالبان تشویق کړو چی د ده په اصطلاح سوله ییز ژوندانه ته راوګرځی .
خو د اوضاع څیړونکي په دې نظر دي چی دا د طالبانو شدید مقاومت او مؤثره حملې دي چی کابل او نیویارک دغسی زاریو ته اړباسی .