ورځپاڼو ته کتنه

65 | جون 13th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوبي ولايتونو او په تيره بيا په كندهار كې وروستيو امنيتي پيښو ته په اشارې ليكلي، چې ددې ولايت خلك له بل هر وخت نه زيات په ويره او اضطراب كې ژوند كوي.
د ورځپاڼې په وينا په خلكو كې ددې ويرې او اضطراب يو اساسي علت په دغه ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو پلان شوي پراخ پوځي عمليات او د هغې په وړاندې د مقابلې لپاره د طالبانو تيارې دي، چې خلك يى د خپلې راتلونكې په اړه په ژوره انديښنه كې ډوب كړي دي.
ورځپاڼې په دوام كې له دې عملياتو مخكې په كندهار كې د قومي مشرانو د ترور پيښو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې تراوسه پورې اتلس قومي مشران له دولت سره د اړيكو درلودلو په تور وژل شوي.
ورځپاڼې د كندهار د عملياتو په اړه په يو جلا مطلب كې بيا د نړيوالو ځواكونو د قومندان څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دا عمليات به له هغه څه ډير اوږده وي، چې مخكې يى وړاند وينه شوې وه.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې دا خبر وركړې، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د لوړې كچې په يوه امنيتي غونډه كې د كندهار ولايت امنيتي حالت وڅيړلې شو.
ورځپاڼې ليكلي، چې پدې غونډه كې، چې پكې د افغان او نړيوالو ځواكونو مشرانو هم برخه اخستې وه د كندهار ولايت د تصفيى په پروګرام هم هر اړخيزې خبرې وشوې او افغان ولسمشر پدې برخه كې افغان او بهرنيو پوځي مشرانو ته لازمې لارښوونې وكړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د كندهار په روان امنيتي حالت بحث كړې او ليكلي، چې پدې ولايت كې د امنيت د ټينګښت لپاره يو هر اړخيز پلان ته اړتيا ده.
ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې وركړې، كه ددې ولايت د امنيتي حالاتو د بدلون لپاره په بيړه كار ونشي نو ممكن په ګاونډ كې د پرتو ولايتونو امنيتي حالت هم ترې اغيزمن شي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په كندهار كې د امنيت د ټينګښت او د ټكاو د راوستلو لپاره د ولسمشر كرزي په سپارښتنو بحث كړې او ليكلي، چې دا كار يوازې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د همغږۍ په پايله كې امكان لري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د عامو خلكو د همكارۍ جلبول هم ضروري دي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا پدې ټينګار كړې، چې افغانستان بايد د خپل ستراتيژيك موقعت نه ګټه پورته كړي او د سيمې د هيوادونو ترمنځ د يوه پله رول ولوبوي.
ورځپاڼې په دوام كې دې هدف ته د رسيدو لپاره له افغانستان سره د سيمې د هيوادونو مرسته هم غوښتې ده، خو افغانستان د اقتصاد او ټولنيزې ودې له پلوه وده وكړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د موسيقۍ روان حالت انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې بې كيفيته موسيقي او خرابو ويډيو كليپونو، چې د افغان كلتور سره په تضاد كې دي افغاني موسيقي له ناوړه حالت سره مخ كړې ده.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې په روانو هڅو تبصره كړې او ټول اړخونه يى هڅولي، چې كه د بل چا لپاره نه د ځان لپاره دې وكړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا د روان جنګ په زيان كې ټول شريك دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه افغان دولت او نړيواله ټولنه په رښتيا هم د سولې د ملي مشورتي جرګې پريكړې عملي كړي، نو دا كار به په وسلوالو مخالفينو هم اغيز وكړي او هغوى به هرو مرو سولې ته غاړه كيږدي.
ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلي كولو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پرونۍ څرګندونې هم هيله بښونكي بللي او ليكلي، چې دا ښيۍ، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه ددې جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره جدي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024