کور / نثر / زما مهربانې مور ته

زما مهربانې مور ته

یادونه: دا یو لیک دی. په ۲۰۰۶ کال کې مې زما ارواښادې مور ته لیکلی وو. هغه
وخت زه د لومړي ځل لپاره د خپلې مور له څنګه دومره لیرې د نړۍ بل سر ته تلی وم. د مور د نړیوالې ورځې په ویاړې ټولو ویاړلو افغانو میندو ته ډالۍ کوم.
۱۶ اګست ۲۰۰۶
بيومنټ هاوس، لندن

رښتيا چې مور ډيره ستره ده ، ډيره ستره ! زړه يې د نړۍ په شان ستر دى ، هر څه زغمي ، هره ستونزه زغمي ، هر ډول كړاونو او ناخوالو ته اوږه وركوي خو خپل ماشوم لويوي .

هغه ماشوم چې ځوان شو بيا خپله مني ، د مور نه مني ، هغه د مور ګاللي كړاونه له پامه غورځوي .

مورې ! تا هم موږ په ډيرو كړاونو كې لوي كړي يو ، زده كړې دې راباندې وكړې ، موږ ته دې نازونه راكړل ، موږ ته دې زړه راكړ ، موږ ته دې د دنيا نعمتونه راكړل ، موږ ته دې پت او عزت راكړ ،موږ ته دې وياړونه راوبښل ، خو زه ځان ددې جوګه نه بولم چې هغه څه وكړم چې ستا د ګالليو كړاونو يوه كوچنۍ ځره بيرته دروسپارم او ځان ته په وياړ سره ووايم چې مور مې له ما ډيره خوشاله ده .ځكه چې ما ستا په شان يوه مور وليده چې له مهربانۍ ډكه وه ، يوازې وه ، په الوتكه كې يې له ما سره يو ځاى سفر كاؤ ، الوتكه ۱۴۰۰۰ كيلو مټره د بحر له سطحې څخه لوړه وه ، د الوتكې په منځ كې د ژمي يخنۍ هر مساپر چيچه .

دا د يو ماشوم مور وه ،ښايي دا به يې لومړنى ماشوم ؤ ، ماشوم يې د څو ورځو ښكاريده ، ډير كوچنى ؤ ، د الوتكې په منځ كې يخني ورو ورو زياتېده ،مور به كله ماشوم خپلې سينې پورې ټينګ ونيوه ، كله به يې په هغه كمپله كې ټينګ راتاؤ كړ چې د الوتكې خدمې ( نازنين ) وركړې وه .

زما هم ډير ساړه كيدل ، نيمه شپه وه ، هيڅ نه پوهيدو چې څه به كيږي ،د سفر احساس نه ؤ راسره ،په الوتكه كې يخې فضا زما ټول پام د ځان پرتودولو راټول كړى ؤ . خو كله چې به مې مخامخ په هنداره كې د زمكې نقشه وليده ، د نړۍ د سترو ښارونو په سر تيريدو او د لندن خوا ته مو سفر لنډيده ، په دې اته ساعته سفر كې چې له دوبۍ څخه مو پيل كړ دې خواركۍ مور خپل ځان هير ؤ ،دا يې د ماشوم په غم كې ډوبه وه ، دې هيڅ د يخنۍ احساس نه كاؤ ، لكه د مرغۍ په څير يې پر ماشوم خپل وزرونه راغوړولي ؤ .

كله به ودريده ، كله به كيناسته ، كله به يې ماشوم سينې ته ونيوه كله به يې په شړۍ كې راتاؤ كړ ، زړه يې هيڅ نه صبريده ، كله به يې د الوتكې خدمه ؤ ته غږ كړ او هغوى به مرستې ته راودانګل .

د خدمه ؤ تر منځ د نازنين په نامه يوه پيغله ډيره خواخوږې وه او تر پايه يې د ماشوم له مور سره مرسته كوله ،خو بيا هم ددغې مور زړه ناكراره ؤ .

يو ځاى ته راورسيدو چې د الوتكې كپتان ټولو ته ښه راغلاست ووايه او د ورځې ۷:۳۰ بجې وې او دا د لندن د هيترو هوايي ډګر ؤ چې د نړۍ د سترو هوايي ډګرونو له ډلې څخه يو دى .

د ماشوم مور ډير شكرونه وويستل چې ماشوم ژوند خداى پاك له يخنۍ څخه وژغوره او پخپله مخه ولاړه ، ماشوم يې وساته خو ډيره ستړيايي وزغمله .

بل ځاى مې بله مور وليده چې ماشوم يې كانګې وګرځولې او زړه يې د ماشوم د كانګو په څير له خولې راووت. دې فكر وكړ چې ماشوم يې نور له دې نړۍ سترګې پټوي ، د زړه ټوټه يې ددې له غيږې بيليږي او د بيهوښۍ حالت ته لاړه .

ددې ځايونو پوليس خپله دنده ډيره ښه تر سره كوي ، دوى وايي پوليس د ټولنې خدمتګار دي ، رښتيا چې دلته پوليس ټولنې ته خدمت كوي ، ځكه خو يې په دولتونو كې خلك ارام ژوند لري ، د پوليسو يو افسر چې د دغې مور او ماشوم خرابه حالت وليده سملاسي يې دواړه روغتون ته ورسول او ماشو م يې له مور سره په يوه ګړۍ كې رك روغ بيرته راستانه كړل .

ددې دوه پيښو پر وخت مې ځان د هغو ماشومانو په څير احساس كړ او د څو شيبو لپاره ستا په غيږه كې پريوتم ، سر مې ستا په زنګون كيښود او پښې مې اوږدې وغځولې ،تا ډيره مينه راكړه ، نازونه دې راكړل او دادى اوس ستا د پاك زړګي د تسلا لپاره چې په دعا دې يم او دعا ته دې اړ يم ، دا لنډكۍ كيسې دروليږلې .

په ټوله پښتنه مينه
ستا حنان