دکرکټ او المپيک لوبغاړوته موټرونه اوموټرسيکلونه ورکړل شوه

65 | جون 13th, 2010


د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم غړو او د المپيک لوبغاړو ته د عزيزي بنسټ له خوايوديرش موټرونه اوشپاړس موټرسايکلونه ورکړل شول .
په انټرکانټينټال هوټل کې دې اړوند جوړه شوې غوڼده ،چې يو شمير دولتي چارواکيو، د ملي شورا غړو او ورزشکارانو په كې برخه اخيستې وه يادې جايزې وويشل شوې.
ددې بنسټ مشر ميرويس عزيزي غونډې ته په خپله وينا کې وويل ،چې د کرکټ د ملي ټيم ټولو غړو او د ملي المپيک د کمېټې هغو لوبغاړو ته چې د جنوبي اسيا په سياليو کې يې د سرو زرو،سپين زرو او برونزو مډالونه ګټلي دي،يوديرش عدده موټرونه اوشپاړس دانې صفرکيلومتره موټرسايکلونه ددې بنسټ لخوا وركړل شو.
د کرکټ د ملي ټيم د بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکټرحضرت عمر زاخيلوال وويل، چې دكركټ لوبغاړي دامنيت، لوبغالو او امكاناتو دنه شتون سربيره بيا هم د ټينګ عزم په درلودو په خپلو لوبو كې بريالي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024