هندوستان: دوهمه شل اوريزه لوبه وګټله

65 | جون 14th, 2010


دهندوستان کرکټ ملي لوبډلي وکولاى شول چې دشل اوريزو سياليو په دويمه لوبه کي هم کوربه زمبابوملي لوبډلي ته په اوه ويکټونو ماتي ورکړي
تيره ورځ دواړه لوبډلي دشل اويزوسياليو ددويمې لوبي لپاره ديوبل په وړاندي دسيالي ډګر ته ووتې او لمړۍ منډې کوربه لوبډلې پيل کړي چي په شلوواورنو کي دپينځولوبغاړو په سوزيدوسره يي دهندوستان ملي لوبډلي ته د140منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دهندوستان ملي لوبډلي وکولاى شول ټاکل شوي هدف په اتلسواورنو کي ددريولوبغاړو په سوزيدوسره پوره او کوربه لوبډلي ته په اوو ويکټوسره ماته ورکړي
ديادوني وړده چي پدي لوبه کي دهندوستان لوبډلي لوبغاړي سريش راناوکړايشوپه دوه اويا منډوسره ددي لوبي دغوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړي

Copyright Larawbar 2007-2024