کور / شعر / غزل

غزل

تر سر لاندي يې وه توره دى ويده ؤ
تا چي مور کړه باندي بوره دى ويده ؤ

مخامخ را ته بلا وه زه ولاړ وم
وه يې سر ته ناسته حوره دى ويده ؤ

د ماشوم سېلاني مور په کور کي نه ؤه
ور ته ناسته وه مزدوره دى ويده ؤ

له غفلته چي يې واړه اولس لوټ سو
دى دا مشر بې قصوره، دى ويده ؤ

ؤ دښمن خو ما چي وار باندي و نه کړ
اې دروېشه! وم مجبوره دى ويده ؤ