ورځپاڼو ته كتنه
65
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په كندهار كې د پيليدونكو پوځي عملياتو په درشل كې هغو ستونزو ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا ناټو ورسره اوس مهال د افغانستان په ماموريت كې لاس او ګريوان دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د كندهار د عملياتو لپاره تيارۍ پداسې حال كې روانې دي، چې همدا اوس د ناټو د غړو هيوادونو ترمنځ د سرتيرو او د جنګ د لګښتونو د وركولو په سر سخت اختلافات مخې ته راغلي.
د ورځپاڼې په وينا دا او ځينې نور اختلافات دومره سخت دي، چې د ناټو مشرتابه يى له روسيې نه يى د مرستې غوښتو ته اړ ايستلې دې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د بريتانوي ځواكونو ستونزې څيړلي او ددغه هيواد ددفاع د وزير په حواله يى ليكلي، چې دا ټولې ستونزې د جنګ د لګښتونو او بوديجې په اړوند د پخواني حكومت د غلط مديريت زيږنده دي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د وزيرانو د شورا په پرونۍ غونډې بحث كړې، چې پكې په افغانستان كې د سولې د بهير او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو د پرمخ بيولو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړولو پريكړه وشوه.
ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريكړو د پلې كولو لپاره د سولې د عالي شورا جوړول يو بل مثبت ګام بللې او په همدې حال كې له دولت او وسلوالو مخالفينو نه غوښتي، چې د شرايطو د حساسيت په پام كې ساتلو سره دې له دې موقع ګټه پورته كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د خلكو همكاري خورا ضروري بللې.
ورځپاڼې ليكلي، كه ټول ولس د سولې د دفاع لپاره ودريږي او پدې برخه كې خپل مسؤليت ادا كړي نو د سولې د ملي مشورتي جرګې پريكړې به هرو مرو پلې شي.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د شتو كانونو په اړه د امريكا د جيولوسټانو وروستۍ سروې ته په اشارې، چې پكې د يو ټريليون ډالرو په ارزښت د طبعي زيرمو اټكل شوې، افغانان يى په خزانو ناست ملنګان توصيف كړي.
ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې ددې زيرمو د مطالعې او راسپړلو لپاره دې د نورو هيوادونو له برياليو تجربو نه كار واخلي او داسې مناسبې لارې دې خپلې كړي، چې د ولس ښيګڼې پكې په پام كې نيول شوي وي.
ورځپاڼې ددې زيرمو راويستل د سولې او امن د ټينګښت لپاره هم ګټورې بللي او ليكلي كه يو ځلې دا كار پيل شي، نو نه يوازې په هيواد كې دننه، بلكه د ګاونډيانو نيت به هم بدل شي او افغانستان ته به د جګړو د ګټلو د ډګر پر ځاى د روزي ګټلو د ډګر په نظر وګوري.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د امريكا د استخباراتو د فعاليتونو يو نوي هدف ته اشاره كړې او د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې د امريكا پوځي استخبارات اوس په افغانستان كې د اداري فساد پرضد هم مبارزه كوي.
د ورځپاڼې په وينا د امريكا پوځي استخباراتو دا كار وروسته له هغې پيل كړ، چې له افغانستان سره په كيدونكو مرستو كې د اختلاس پيښې راڅرګندې شوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دغه نوي هڅې د قانون د پلې كوونكو ځواكونو او د افغانستان د قضايي چارواكو په مرسته پرمخ وړل كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې اروپا ته د افغان ماشومانو په قاچاقي تګ بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا يوه جدي انديښنه ده.
ورځپاڼې پدې برخه كې د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې رپورټ ته په پام سره افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې ددغه قاچاق د مخنيوي لپاره دې پراخ تبليغاتي كمپاينونه پيل او خلك د هغې له خطرونو څخه خبر كړي.
د ورځپاڼې په وينا دا د افغان دولت مسؤليت دې، چې د هيواد د راتلونكي د خوندي كولو لپاره اروپا ته د افغان ماشومانو د قاچاقي تګ مخه ونيسي.