ميدان وردګ:سرپرست ولسوال برمته شو
65
دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ سرپرست دناپيژندل شويو وسلوالوکسانو لخوا برمته شوى دى .
دنوموړې ولايت امنيې قومندان وايي چې دسيداباد ولسوالۍ سرپرست عتيق الله نوميږي اونن (سې شنبې ) سهار ددغه ولسوالۍ له بازار څخه برمته شوه .
امنيې قومندان په وينا ددغه سړى دخوشې کيدو لپاره هڅې رواني دي نوموړى په ورته وخت کې دهغه دخصوصي امنيتي کمپنۍ يوپنځوس تنه کارکوونکې چې څه موده وړاندې دسيداباد ولسوالۍ څخه دوسلوالوکسانولخوا برمته شوې وه دسيمې دسپين ږېرو په هڅوسره خوشي شول .