ننګرهار:دګمرک عوايد درې سوه يواتياميلياردوته رسيږي

65 | جون 15th, 2010


دننګرهار دګمرک ريس وايي چې دسږني کال عوايد يې درې سوه يواتيا ملياردو ته رسيږي
دغه خبره دننګرهار دګمرک ريس احسان الله کاموال کړې او ويلي يې دي چې سږکال يې په عوايدو کې يواشاريه اوه ديرش مليونه زياتوالى هم راغلى دى
دننګرهار دګمرک ريس دغه خبره په داسې حال وکړه چې دماليې وزارت دګمرکاتو او عايداتو معين سيدمعبين شاه پاچا او ددغه وزارت دګمرکاتو ريس ګل پاچا او يوشمير نورو ملګرو يې دننګرهار او تورخم دګمرکاتو له چارو څخه ليدنه کوله
دمالي وزارت مرستيال ديادو ګمرکاتو د مديريانو او نوروکارکوونکو چارې وستايلې خو غوښتنه يې وکړه چې دعوايدو دلوړوالي ترڅنګ دعوايدو په لوړوالي کې له شفافيت څخه کار واخلي

Copyright Larawbar 2007-2024