په كندهار ښار كي پر يوه پوسته حمله سوې
د كندهار ښار د كارېز بازار اړوند سيمي پر يوه پوسته حمله سوې چي مالي او ځاني تاوان يې نه دئ اړولئ د كندهار ښار امنيه قوماندان سردار محمد ځاځى د پيښي پخلى كوي او وايي چي مالي او ځاني زيان يې نه دئ اړولئ د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې هكله طالبانو څه نه دي ويلي