د تحصيلي بورسونو لپاره ازمويني واخستل سوې
د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د تحصيلي بورسونو لپاره آزموينې واخيستل شوې
د وردګ، پروان، نورستان، ننګرهار ،بامیان، غزنی، پنجشیر، فاریاب، کابل، خوست ،بادغیس، سمنګان، کاپیسا او کندز په ولايتونو سر بيره د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ترکیې هيواد د 93 تحصيلي بورسونو لپاره آزادې سيالۍ تر سره شوې.
دغه آزموينې د پوهنې رياستونو لخوا د 1386،1387 او1388 کال د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه واخستل شوې چې د نمرو فيصدي يې تر 80% کمه نه وي، او يا يې هم د کانکور په آزموينه کې ٢٢٠ نمرې اخيستې مګر بې نتيجې اعلان شوى وي.
له دغې ازموينې بريالي راوتونكي كسان به د لوړو زده كړو لپاره ترکیې ته استول كيږي او هلته به په بيلابيلو برخو كې زده كړې كوي.
هيره دې نه وي چې ترکیې هیواد له تيرو څو کلونو راهيسې له افغان دولت سره د بيارغونې په برخه کې په مرستو سربيره هر کال افغان متعلمينو ته تحصيلي بوسونه ورکوي