کور / شعر / غزل

غزل

يوچاته

د ښكلا ميري د ښكلا پر كلي شپه تيروم
ګراني نن ستا ګراني نن ستا پر كلي شپه تيروم

د نيمي شپې د خاموشۍ د فضا واړه ستوري
راته راګوري د رڼا پر كلي شپه تيروم

كه غمازان كه رقيبان وي خو چي ته يې پكښې
كه وي ژړا كه وي خندا پر كلي شپه تيروم

مجبوره يم مجبوره يم مجبوره يم يارانو
چي لاد هغې بيوفا پر كلي شپه تيروم

چي نيمو شپو كي يې سندري اورم غوږ يم ورته
د موسيقۍ د يوې لتا پر كلي شپه تيروم

چي په ليدو د ځان هر وخت راته خوښي راكوي
زما د ژوند ددې پاچا پر كلي شپه تيروم

چا ويل نقيبه ستا د لاس پر تندي څه ليكلي
ما ويل نن ددغه چا پر كلي شپه تيروم

ددې غزل پر ليكه ځينو ځوانو شاعرانو شعرونه وليكل خو يادونه يې نهده كړې