کور / z_buitenland_news -- 5 / زرداري:دبېنظير بوټو د قتل غچ په ضرور واخستل سي

زرداري:دبېنظير بوټو د قتل غچ په ضرور واخستل سي

د پاكستان پيپل ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري  ويلي  دي چې  د محترمه بې نظير بوټو   د قتل بدل  به  ضرور واخستل شي  بې نظير

  بوټو د نظام بدلولو لپاره د خپل ځان دسرڅخه  تيره شوه اوس وخت راغلى  دى چې  نظام كښې  بدلون راوستل شي د   بې نظير  بوټو  د څلويښتۍ  مراسمو په وخت غونډه ته  دوينا په ترڅ كښې اصف زرداري  وويل چې  هركال به د 27  سپتمبر ورځ  د بې نظير بوټو د شهادت ورځ  لمانځل كيږي  اصف زرداري  زياته كړيده  چې   دبې نظير بوټو  كاروان ته به دوام  وركوي  شهيد بوټو به ويل چې  سياست زما عبادت دى زمونږ اوستاسو  مشره بې نظير بوټو ددغه عبادت په ترڅ كښې شهيده شوه اوس  سياست  زمونږ عبادت جوړ شويدي او امر مرو به دبې نظير بوټو  ټاكل شوي منزل ته ځان رسوو دبې نظير بوټو د څلويشتۍ  په مراسمو كښې  د ټول هيواد  څخه په ګړهى خدابخش كښې راغونډ شوي  وو او د مراسمو پيل د قراّن پاك په تلاوت سره وشو  د تلاوت څخه  به پس قراّن  خواني  وشوه او د هغه  پس د بې نظير  بوټو دشهادت په لړ كښې  ځانګړي  دعاوشوه  د بې نظير بوټو د څلويښتۍ  په مراسمو كښې د پيپلز ګوند مشران رضا رباني  ، اقبال حيدر، قاسم على شاه ، صفدر عباسي، بابراعوان ، ناحيد خان او نرو مشران هم شامل وو.