ننګرهار:کابل بانک لوبډلې پاى لوبې ته لاره پيداکړه

65 | جون 16th, 2010


دننګرهار کابل بانک لوبډلي جوانان رڼا لوبډلي ته په ماتي ورکولوسره په ننګرهار کي ديولسوالفولوبډلو ترمينځ دفوټبال ټاکنيزو سياليو پاي لوبي ته لاره پيداکړي
دفوټبال ټاکنيزي سيالي چي دننګرهارورزشي امريت دفوټبال فدراسيون ترنظرلاندي دجلال اباد ښارديولسوالفولوبډلو ترمينځ دسراج العمارت په ورزشي ډګر کي په لاره اچول شوي دي تيره ورځ دننګرهارکابل بانک لوبډله ددي سياليو پاي لوبي ته دلاري موندني په موخه دجوانان رڼا لوبډلي سره دلوبي ډګر ته ودانګل چي په پايله کي لوبه دري دصفر په وړاندي پايلي سره دننګرهارکابل بانک لوبډلي په ګټه پاي ته ورسيده
دفوټبال فدراسيون دخبر لمخي ددي سياليو په دويمه نيمه پاي لوبه کي به ختيځ لوبډله دډرونټي لوبډلي سره دسيالي ډګر ته ووځي او ګټونکي لوبډله به په پاي لوبه کي دننګرهار کابل بانک لوبډلي سره مخا مخ شي

Copyright Larawbar 2007-2024