کرکټ:سريلانکا پاکستان ته ماتي ورکړه

65 | جون 16th, 2010


دکرکټ ايشاکپ لومړۍ لوبه دکوربه سريلانکا په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه لوبه چې دسې شنبې په ورځ ترسره شوه سريلانکالوبډلې دپچې ګټلو وروسته دتوپ وهنې فيصله وکړه چې په ټاکلې پنځوسو اورونوکې پاکستان ته دوه سوه درې څلويښت هدف وټاکه،چې په ځواب کې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله ونه توانيده چې ياد هدف پوره کړي او په اته څلويښتم اورکې يې ټول لوبغاړي وسوزيده .
ديادونې وړده په دغه لوبه کې دپاکستان لپاره کپتان شاهدافريدي يوسلونهه منډې وکړي اودسريلانکاتيز بالر لست ملنګا دخپل ټيم لپاره دپاکستان پنځه لوبغاړې وسوزل په دغه لوبوکې به دچهارشنبې په ورځ هندوستان دبنګلديش کرکټ ټيم سره لوبه وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024