کندهار:يو کس د تښتوونکو د منګولو څخه وژغورل سو

د لراوبر اداره | جون 16th, 2010


د کندهار د امنيې قوماندان وايي چي يو کس يې د تښتوونکو د منګولو څخه ژغورلئ دئ.
نوموړئ وايي چي کله دوى ته د پېښي په اړه خبر ورسېد په بېړه يې د پېښي ځاى ته ځان ورسوئ او نوموړئ کس چي سيد کرم نوميږي او د پکتيا ولايت اوسېدونکئ دئ، څو ورځي مخکي د بولدک څخه د تښتوونکو له لوري کندهار ته راوستل سوئ ؤ او د نوموړي پر سر يې د هغه د کورنۍ څخه په زياته کچه پيسې غوښتې، د تښتوونکو د منګولو څخه ازاد او د تښتوونکو څخه يې دوه نفره نيولي چي پلټي ځني رواني دي.
د يادوني وړ ده چي د کندهار ښار امنيت ورځ تر بلي خرابيږي او د همدې ولايت څخه څو ورځي مخکي هم يو کوچنى د عينو مېني د سيمي څخه د تښتوونکو له لوري تښتول سوئ چي په زابل کي يې د تښتوونکو د منګولو څخه ځان ژغورلئ او پوليسو ته رسولى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024