د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه سوې

د لراوبر اداره | جون 16th, 2010


 



د خاکرېز په ولسوالۍ کښي د پوليسو پر يوه رينجر موټر هغه وخت چاودنه وسوه چي کله يې د لاري پاکېدو په نيت يې ګزمه کول د خاکرېز ولسوالۍ ولسوال عبدالقيوم لراوبر ته د نوموړي پېښي پخلي وکړ او ويې ويل  چي پېښه د سياسنګ په دره کښي رامنځ ته سوې چي ١پوليس پکښي مړ او ٤ نور يې زخميان کړي . نوموړئ زياتوي چي د پيښي په اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو پلټني راوني دي .


بل خوا طالبان د نوموړي پيښي مسئوليت پر غاړه اخلي او وايي چي په ياده پېښه کښي يې ٤ پوليس وژلي او رينجر يې د ځان سره بېولئ .

Copyright Larawbar 2007-2024